ایکنانیوز دالیوم السابع له قوله راپور راکوي،د جبیب الرحمن قرآن سیالۍ د اکتوبر له ۳۱ پیل شوې او دنومبر تر ۳ نیتې پورې د انګلستان په باټلي کې په آنلاین او حضوري بڼه ترسره شوې.
دغه سیالۍ د د حفظ ، قرائت او دله ایز اوو کسانو سره یوځاي قرائتونو په درو برخو کې ترسره شوي دي. له اول تر پنځمې سپارې پورې ، له اول تر لسمې سپارې پورې او له اول تر شلمې سپارې پورې او ټول قرآن حفظ پکې شاملې وې.
دټول قرآن د حفظ په برخې کې ، د انګلستان الیاس ملا لومړي مقام ترلاسه کړی دی. همداراز د سبع قرائتونو په برخې کې ، دنیجریه بخاري سنوسي ادریس (اولس کلن) لومړی مرتبه وګټله . د الجزایر عبدالرحمان طائوش د الجزایر دوهم او د متحده عرب اماراتو عبدالرشید دریم شو.
د قرائت په برخې کې هم د مصر ۲۳ کلن احمد السید الغیطاني د قرائت په برخې کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
احمد السید د مصر د دمیاط ولایت اوسیدونکی دی ،هغه د اسپانیا ، مراکش ، بریتانیا ،انډونیشیا، الجزایر ، بنګله دیش او پاکستان پشمول د مختلفو هیوادونو څخه په ډیرو ګډون کونکو کې لومړی مقام ترلاسه کړئ شو.
هغه د مصر د قرآن کریم د ریډیو ترټولو ځوان قاری شمیرل کیږي، هغه په څلورو کلونو کې ډیر سخت امتحانونه ورکړل تر دې چې د مصر د قرآن کریم په ریډیو کې د هغه غړیتوب تائيد شو.